د انځورګرۍ د هنر مینه والو او درنو هیوادوالو!
کابل انځورتون په (۲۰۰۶) میلادي کال کې په دې هیله په هنري او کلتوري فعالیت پیل کړی ترڅو د انځورګرۍ او په نوې بڼه د غالیو اوبدلو له لارې دافغاني هنر او کلتور د بډاینې او ودې په برخه کې خپله ونډه اخیستې وي. کابل ګالري یو خصوصي شرکت ده چې یوه څانګه یې په افغانستان او دوهمه یې په هالند کې فعالیت لري. کابل ګالري له هیڅ یویې سیاسي ډلې سره تړاو نه لري او ژبنی تعصب په کلکه غندي. ددغو هنري فعالیتونو موخه د ټولو افغاني هنرمندانو او هنرخوښونکو ترمنځ د اړیکې پیاوړې کول دي. مونږ له ټولو افغان هنرمندانو څخه هیله کوو چې خپلې همکارۍ له مونږه ونه سپموي او زمونږ له ګالري له نیږدې لیدنه وکړي.
کابل ګالري کوم خیریه یا دولتي ارګان نه دی، بلکی دځان بسیاینې او پایښت له پاره سوداګریز فعالیتونه لري چې همدغو فعالیتونه د ګالري ورځینی کار نور هم اغیزمن کړی دی.
کابل ګالري په غالیو کې د اوبدل شویو ځانګړو انځورونو داسې یو کلیکسیون لري چې بیلګې یې د غالۍ اوبدلو په ډیرو هیوادونو کې نشته. دغه راز په ګالري کې د انځورګرانو له پاره ورکشاپونه جوړیږې ترڅو هنرمندان خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي.د دغو هنرمندانو اثار بیا د کابل ګالري له لارې په کور دننه او بهر د نقاشۍ د هنر په مینه والو پلورل کیږي. کابل ګالري هڅه کوي چې د انځورګرۍ مدرن او عصري اړخ هم په پام کې ولري چې بیلګې یې په ګالري کې د یوشمیر مدرنو تابلوګانو شتون یادیدی شي. تاسو کولای شې چې په ګالري کې د افغان نامتو انځورګرانو د شته اثارو او غالیو تصویرونه د کابل ګالري د ویب پاڼې په انګریزي برخه کې وګورئ.همدارنګه د ګالري د فعالیت په اړه زیات معلومات په دې پاڼه کې لوستلی شئ.
مونږ تل د اسلامي اصولو ،شرعي اوامرو په رڼا کې خپل فعالیتونه پرمخ بیایو.کابل ګالري د افغانستان او هغو هیوادونو د قوانینو مطابق چارې پرمخ بیایې چې هلته فعالیت لري. کابل ګالري یو خپلواک او خصوصي شرکت دی.

